۰

فایق: د ملګرو ملتونو کې به د روسیې ضد رایه ورکړم

چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی استازی او شارژدفیر نصیراحمد فایق ویلي، افغانستان به د دغه سازمان غونډه کې پر اوکراین د برید له امله د روسیې پر ضد رایه ورکړي.
فایق: د ملګرو ملتونو کې به د روسیې ضد رایه ورکړم
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی استازی او شارژدفیر نصیراحمد فایق ویلي، افغانستان به د دغه سازمان غونډه کې پر اوکراین د برید له امله د روسیې پر ضد رایه ورکړي.

د جمهور /آژانس د خبر له مخې فایق زیاته کړې، چې د افغانستان په استازیتوب او د نړیوالو روابطو د اصولو په مراعت کولو، د اوکراین پر ضد به د روسیې له برید سره مخالفت وکړي.

دی وایي، پر اوکراین د روسیې برید په ښکاره د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور نقص دی کوم چې پکې د هېوادونو واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي، د هېوادونو د واکمنۍ او سیاسي خپلواکیو په وړاندې د زور او تهدید څخه د ډډې کولو او د هیوادونو ترمنځ په سوله ایزه توګه د لانجو په هواري ټینګار شوی دی."

فایق ویلي، افغانستان چې خپله د جګړو او د بهرنیو قدرتونو د تجاوز او تهاجم قرباني دی او خلکو یې تجربه کړې، تل د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته د درناوی او د خبرو له لارې د حل لارې د موندلو ملاتړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا موقف په حقیقت کې د وړو او لویو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشبړتیا له حق څخه ملاتړ او له نظامي برید سره مخالفت دی.

فایق دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسیې او اوکراین مسله کې ځان بې طرفه بللی او له دواړو لورو یې د زغم او خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي