د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له اقتصادي پلوه ترینګلی دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او متحدینو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی ویلي، امریکا د بېوزله افغانستان شتمني یرغمل کړې ده او غواړي هغه پر خپلو وګړو ووېشي چې دا کار یې ظالمانه او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.
چینایي لوري ویلي تمه لري چې پر افغانستان ژر تر ژره اقتصادي بندیزونه ختم شي، د دغه هېواد د اقتصاد پرځولو پالیسي ختمه شي، شتمني یې ازاده شي او له وګړو سره یې اړینې بشري او اقتصادي مرستې پراخې کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل