د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی سید فاقر محسنی چې د تېرې جمعې په ورځ نیول شوی و د استخباراتو له بند څخه خوشی شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محسني د تېرې جمعې ۱۳ مه د کابل ښار شهر نو سیمه کې د اسلامي امارت له خوا ونیول شو.
د هغه تر نیول کېدو وروسته په خوله رسنیو د ښاغلي محسني د خوشي کېدو لپاره کمپاین وشو او د ژر تر ژره یې د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوله.
له درې ورځې بند وروسته ښاغلی محسني پرون یکشنبې د کب ۱۵ مه د اسلامي امارت د استخباراتو څخه خوشی شو.
خپله محسني په یوه ویډیو کې تایید کړې، چې د اسلامي امارت له بند څخه خوشی شوی دی.
نوموړي خپل نیول کېدل یو سوه تفاهم وباله چې په وینا یې دغه ستونزو د خبرو اترو له لارې په ډېره ښه توګه او ښه چلند سره حل شوې ده.
د محسني د نیولو او خوشي کولو په اړه چې په رسنیو کې پر اسلامي امارت توندې نیوکې کولې طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل