۰
د پاکستاني رسنیو ادعا:

د ټاپي پروژې د عملي کولو پر وړاندې نوي خنډونه رامنځ ته شوي

سی شنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
پاکستانۍ رسنیو ادعا کړې، چې د ټاپي پروژې د عملي کولو پر وړاندې د اسیا پراختیايي بانک له لوري نوي خنډونه رامنځ ته شوي دي.
د ټاپي پروژې د عملي کولو پر وړاندې نوي خنډونه رامنځ ته شوي
پاکستانۍ رسنیو ادعا کړې، چې د ټاپي پروژې د عملي کولو پر وړاندې د اسیا پراختیايي بانک له لوري نوي خنډونه رامنځ ته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، په دې وروستیو کې د پاکستان او ترکمنستان یوه پلاوي د ټاپي پروژې پر عملي کولو خبر کړې دي.

خو په وینا یې د اسیا پراختیايي بانک چې په دې برخه کې تر ټولو ستر رول لري پر وړاندې یې نوي خنډونه رامنځ ته کړي دي.

سرچینې وايي، دغه بانک ویلي، تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي پروژې عملي کول به ستونزمن کار وي.

د پاکستانی رسنیو د راپور پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک وایي دا یوه ستره پروژه ده، نو له همدې امله باید د افغانستان نوی حکومت د ملګرو ملتونو او د نړۍ د اقتصادي ځواکمنو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی وي.

ټاپي په سیمه کې د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو څو ځلې د ترکمنستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته خبر ورکړی چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې چارې په افغانستان کې پیل شي.

د اسلامي امارت چارواکو خو په دې وروستیو کې ان دا هم ویلي و، چې د ټاپي پروزې د امنیت په اړه یې خپله تګلاره ترکمنستاني لوري ته سپارلې او ډېر ژر به د دغه پروژې چارې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي