۰
سهیل شاهین:

امریکا د خپلو غوښتنو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړي دي

سی شنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو کې دایمي استازلی ته نوماند سهیل شاهین وایي، امریکا د خپلو خبرو او غوښتنو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړې دي.
امریکا د خپلو غوښتنو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړي دي
قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو کې دایمي استازلی ته نوماند سهیل شاهین وایي، امریکا د خپلو خبرو او غوښتنو د منل کېدو لپاره فشارونه ډېر کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا وروستي فشارونه هم ددې لپاره دي چې دوی غواړي پر افغانانو خپلې غوښتنې ومني او د خپلې خوښې نظام دلته جوړ کړي.

نوموړي ویلي، امریکایي استازي چې له دوی سره خبرې کوي نو د داسې کسانو لېستونه ورته وړاندې کوي چې امریکا ته وفادار دي او باید په حکومت کې ونډه ورکړل شي.

ښاغلي شاهین دا هم زیاته کړې، سره له دې چې د دوحې د هوکړې دوه کاله پوره شول، خو امریکا په پر له پسې توګه د دغه هوکړې له مادو سرغړونه کوي.

د قطر سیاسي دفتر مشر ټینګار کړي، چې امریکا د دوحې هوکړې ګڼ موارد تر پښو لاندې کړې دي او د فشارونو زیاتولو ته یې ادامه ورکړې ده.

تر دې وړاندې ځینې نورو طالب مشرانو هم ویلي، چې په افغانستان کې له ټول شموله حکومت څخه د بهرنیو په ځانګړي ډول د امریکا تعریف دا دی، چې دوی خپل کسان په نظام کې ځای پر ځای کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هم څو ځلې په خپلو ویناو کې دا په ډاکه کړې، چې امریکا دوی ته د ځینو سیاسي مشرانو او په پخواني حکومت کې د لوړ پوړو چارواکو یو ۱۵ کسیزه نوملړ ورکړی او په حکومت کې یې د هغوی د شاملېدو غوښتنه کړې.

نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې، چې امریکا د کوم پخوانیو سیاسیونو او چارواکو نومونه دوی ته ورکړي.

که څه هم د نړیوالو له خوا تل په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کېږي، خو اسلامي امارت وايي، د دوی حکومت ټول ګډونه دی او هېڅ وخت به پخوانیو فاسدو سیاسیونو او چارواکو ته په حکومت کې ځای ورنه کړي.

په حکومت کې د پخوانیو فاسدو سیاسیونو او چارواکو د نه ګډون غوښتنه یوازې د اسلامي امارت نه ده، بلکې افغان ولس هم له اسلامي امارت څخه په کلکه غواړي، چې حکومت ټول ګډونه کړي، خو په وینا یې پخوانیو فاسدو سیاسیونو او چارواکو ته دې هېڅ کله هم په حکومت کې ځای نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي