۰

پاکستاني سوداګر: له افغانستان پر وارداتو باید مالیکه کمه کړل شي

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
پاکستاني سوداګرو د دغه حکومت له حکومته غوښتي، چې د افغانستان پر ځینو وارداتي توکو باید مالیکه کمه یا بېخي معاف شي.
پاکستاني سوداګر: له افغانستان پر وارداتو باید مالیکه کمه کړل شي
پاکستاني سوداګرو د دغه حکومت له حکومته غوښتي، چې د افغانستان پر ځینو وارداتي توکو باید مالیکه کمه یا بېخي معاف شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني سوداګرو دغه غوښتنه په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه کړې ده.

دوی ټینګار کړی، چې له افغانستان سره باید سوداګري لا پراخ او اسانه کړي او د دې کار لپاره اړینه ده، چې پر ځینو افغان توکو د وارداتو مالیه کمه یا بېخي معاف کړل شي.

پاکستاني سوداګرو ویلي، که حکومت دا کار وکړي، نو ورسره به سوداګري وده وکړي او دوی به وکولی شي له افغانستان ډېر توکي خپل هېواد ته وارد کړي.

دوی په ځانګړې توګه پر نیمه خامو قالینو د مالیاتو پر کمولو ټینګار کړی دی.

پاکستاني سوداګر داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې د افغانستان نیمه خامې قالینې د لا ډېر پروسس په موخه پاکستان ته لېږل کېږي او دغه هېواد یې بیا د خپلو تولیداتو په نامه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي