۰
ملګري ملتونه:

افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده، ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې پر اقتصادي ناورین اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې لوږ او بېوزلي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.
افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده، ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې پر اقتصادي ناورین اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې لوږ او بېوزلي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

اعلامیه کې زیاته شوې، دا وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

سرچینه زیاتوي، له لوږې سره د مخ کسانو شمېره ۹۵ سلنې ته لوړې شوې ده.

دوی وايي، سره له دې چې دا شمېرې د باور وړ نه دي، خو له بده مرغه چې حقیقت دي او په خبره یې ۸۰ سلنه افغانان دمګړی ارو مرو د خوړو د پیدا کولو لپاره پور ته اړ شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې د وضعیت د دوام په صورت کې به انساني بحران په افغانستان کې لا ژور شي چې د ټولې سیمې لپاره به ښې پایلې و نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ملګري ملتونه راتلونکو دوه اونیو کې له افغانستان سره د مرستو د راجلبولو په خاطر یو نړیوال کنفرانس راوبولي.

دا کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په یودېرشمه په لندن او قطر کې جوړېږي او په هغه کې به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو، اداراتو او ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي.

دوی وايي، د دغه کنفرانس موخه دا ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او په دغه هېواد کې روان ناورین کابو شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي