د روسیې یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی پرون سه شنبې د کب ۲۴ مه کابل ته راغلی او له ښاغلي عبدالکبیر سره لیدنه کې یې ډاد ورکړي، چې روسیه به د چورلکو د ترمیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر د سه شنبې په ورځ ماسپښین په سپیدار ماڼۍ کې د ورټیکل ګروپ له عمومي رییس ولادیمیر ساکوریخین او د کوچنیو چورلکو د ترمیم شرکت له مشر الکساندر کلاچوف سره وکتل.
نوموړي زیاته کړې، په دې کتنه کې ولاديمير سکوريخين او الکساندر کلاچوف په افغانستان کې د روسي چورلکو د ترميم، د پرزو د لېږد او د تخنيکي پرسونل د روزنې په برخه کې د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
هغه زياته کړه، چې مولوي عبدالکبير هم په ياده برخه کې د دوى د همکاريو او د هغوى د وړانديزونو قدرداني وکړه او ويې ويل، چې اوس په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د بهرنۍ پانګونې لپاره زمينه تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
د طالبانو په مشرۍ د حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل