۰

ملګري ملتونه نوي افغان حکومت ته! د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزی

دوشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغان حکومت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
ملګري ملتونه نوي افغان حکومت ته! د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزی
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغان حکومت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز په وروستیو ورځو کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي او د نړیوالې ټولنې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړې پر افغان حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او پرېږدي چې دوی کار او زده کړو ته ادامه ورکړي.

مېرمن لاینز تر هغه وروسته دا اندېښنې له افغان لوري سره شریکې کړې چې کابل ته یې تر راتګ څو ورځې وړاندې له غربي هېوادونو سره افغانستان کې د زده کړو په تېره د نجونو د زده کړو پر وضعیت خبرې کړې وې.

یادو هېوادونو ټینګار کړی و، چې باید ښوونځي پرانیستل شي او دا یې هم ویلي وو، چې له دې وروسته یې له افغانستان سره هر ډول مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي