۰

زابل کې موټر بم برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د یوه موټر بم برید په چاودنه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې موټر بم برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د یوه موټر بم برید په چاودنه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، برید نن شنبې د لړم ۱۷ مه غرمه مهال د زابل ولایت مرکز کلات ښار په سینک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

دی زیاتوي، بریدګر غوښتل د زابل ولایت د ولایتي شورا د رییس پر دفتر برید تر سره کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې پر یوه جمپ د ترېدو پر مهال چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه موټر بم برید کې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان هم تایید کړې، چې د بریدګر موخه د ده شخصي دفتر و خو هدف ته تر رسېدو وړاندې چاودلی دی.

دی وايي، امنیتي ادارو وړاندې خبر ورکړی و او دا مهال له زابل څخه بهر د رسمي چاو د ترسره کېدو لپاره کابل ته تللی وو.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په پکتیا کې هم په سیمه ییزه پاڅونوالو موټر بم برید شوي، چې له امله یې دوه تنه پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي