۰

یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی

سی شنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۵
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې ویلي، شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي او د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ژوند پر کروندو او زراعت متکي دی.
یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې ویلي، شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي او د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ژوند پر کروندو او زراعت متکي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو اېن اېچ سي ار زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې وچکالي شدیده شوې ده او هره ورځ ددې احتمال شته چې کروندې زیانمنې او کرنه و نه شي نو دا وېره هم لوړه شوې چې ښایي ملیونونه افغانان روان کال له لوږې سره لاس او ګریوان وي.

سرچینه کاږي بشردوستانه مرستې ښې دي، د خلکو بېړنۍ اړتیاوې حل کوي، خو له افغانستان سره د مرستو لپاره د دایمي حللارو پيدا کول اړین دي څو دلته دایمي اقتصادي وده رامنځ ته شي او د میلیونونه انسانانو ژوند له خطر وژغورل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي