۰

بهر ته د افغانستان د ډبرو سکرو په صاداراتو کې زیاتوالی راغلی دی

چهارشنبه ۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د ماليې وزارت وايي، په دې وروستیو کې له هېواده بهر ته د ډبرو سکرو به صادراتو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی دی.
بهر ته د افغانستان د ډبرو سکرو په صاداراتو کې زیاتوالی راغلی دی
د ماليې وزارت وايي، په دې وروستیو کې له هېواده بهر ته د ډبرو سکرو به صادراتو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت زیاتوي، په وروستیو ۷ میاشتو کې کابو ۱.۸ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته صادر شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس له دغه صادراتو څخه ۱۶ میلیارده افغانۍ تر لاسه شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.

د افغانستان د ډبرو سکاره له خورا ښه کیفیت برخمن دي، چې په وروستیو کې یې صادرات ډېر شوي او تر ډېره یې کانونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي