۰

هندي پلاوی: نوی افغان حکومت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي

دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۹
کابل ته د هند د راغلي پلاوي غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې یې دفترونه او پروژې خوندي دي.
هندي پلاوی: نوی افغان حکومت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي
کابل ته د هند د راغلي پلاوي غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې یې دفترونه او پروژې خوندي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي چې کابل کې یې له طالب چارواکو سره لیدلي زیاته کړې، د افغان حکومت له چلند ښکاري چې دوی له نړۍ سره د پراخو اړیکو غوښتونکي دي.

د پلاوي په وینا په کابل کې یې له خپل سفارت او ځینو پروژو لیدنه کړې ده او دا ورته ثابته شوې ده چې هر څه پر خپل ځای دي، سفارت خوندي دی او د هند بشپړې او نابشپړې پروژې خوندي ساتل شوې دي.

هندی پلاوی وایي دوی ته همدا راز معلومه شوې چې افغانستان په ډېرو برخو کې پراخو مرستو ته اړتیا لري او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له دغه هېواد سره د روغتیا، زده کړو، اقتصاد او اوبو رسوونې په برخه کې همکاري ډېره کړي.

دغه پلاوی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د هند بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، هند د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل پیلوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویاند آریندام باګچي رسنیو ته ویلي چې دمګړی په ديپلوماتیکو برخو کې ځینې ستونزې شته دي چې تر حل کېدو وروسته به یې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.

باګچي زیاته کړې، چې اوس مهال هم د ديپلوماتیکو ګروپونو په کچه له افغانستان سره اړیکې شته دي او په ډهلي کې د افغانستان سفارت هم فعال دی، خو د ځينو ستونزو تر حل وروسته به یې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

دی وايي، دا د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، بلکې د رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې په پرېکړه پورې اړه لري او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې همغږي دي.

هند وایي له افغانستان سره ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او ددې اړیکو ساتلو ته ژمن دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې دوی غواړي له هند سره ښې اړیکې او تعامل ولري.

ښاغلي یعقوب مجاهد ان دا هم ویلي، چې افغان حکومت له ديپلوماتیکو تعاملونو وروسته غواړي له هند سره په دفاعي برخه کې هم تعامل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي