۰

طالبانو د ریچارډ بینیټ راپور د دغې ډلې پر ضد پروپاګند بللی

شنبی ۱۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
د طالبانو د ډلې ویاند د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ د رپوټ په غبرګون کښې وویل، دغه رپوټ د دغې ډلې خلاف پروپاګند دی.
طالبانو د ریچارډ بینیټ راپور د دغې ډلې پر ضد پروپاګند بللی
د طالبانو د ډلې ویاند د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ د رپوټ په غبرګون کښې وویل، دغه رپوټ د دغې ډلې خلاف پروپاګند دی.

د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره جمعه (د کب ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ریچارډ بینیټ راپور د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد یوه بله تبلیغاتي هڅه ده.

هغه ادعا وکړه، چې د پخوا په پرتله ټول افغان نارينه او ښځې ډېر جسمي، مالي او روحي مصونيت لري، هېڅوک نه شي کولاى د چا حق تر پښو لاندې کړي، هر افغان خپل شرعي حقوق لري او په عمومي امنيت کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د هاګ له محکمې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بینیټ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل: دا مهمه ده چې طالبان د خپلو سیاستونو او چلند په اړه حساب کتاب وکړي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو په درناوي سره یو باثباته راتلونکې په دې هیواد کې د اوږدمهاله معافیت د مخنیوي اړتیا لري.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان په اړه د نړيوالې جنايي محکمې څېړنې روانې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې له طالبانو سره د حساب کتاب لپاره نورې لارې چارې هم وکارول شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي