د امریکا د ولسمشرۍ نوماند نیکي هیلي وايي، له افغانستانه د امریکا وتل زموږ متحدینو او دښمنانو ته ناسم پیغام ورکړ.
نیکي هیلي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا متحدینو او "دښمنانو" ته "غلط پیغام" استولی دی.
هغه د شمالي کارولینا په ریلي کې د خپلو پلویانو په منځ کې وویل: د شمالي کوریا د بین البراعظمي بالستیک توغندیو ازموینې، د امریکا پر بنسټونو د چین سایبري بریدونه او د روسیې فضايي وسلې هم له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پایلې دي.
نیکي هیلي ویلي: تېروتنه مه کوئ، که موږ دا ناکامي په افغانستان کې نه وای کړې، دا به هیڅ نه وای.
مېرمن هیلي له دې مخکې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې وه، چې د طالبانو د واکمنۍ او د لوېدیځ په ملاتړ د خلکو د حکومت د سقوط لامل شو.
جمهورخبري آژانس