په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، چې په لوګر کې د طالبانو پر لوا د بې پيلوټه الوتکې بريد شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد د يکشنبې په ورځ د حوت په ١٣مه ترسره شوى، چې په پايله کې يې په لوګر کې د طالبانو د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا له خوا د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد د عاملينو او د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
خو؛ په لوګر کې د طالبانو د والي دفتر پر دې قول اردو د بې پیلوټه الوتکې برید رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان په هوايي حریم کې بې پیلوټه الوتکې تل ګزمې کوي او په ځینو ځایونو کې یې بریدونه هم کړي دي.
جمهورخبري آژانس