۰

د طالبانو رییس الوزار  د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۷
د طالبانو رییس الوزار ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې د دغې ډلې او ازبکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د طالبانو رییس الوزار  د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
د طالبانو رییس الوزار ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې د دغې ډلې او ازبکستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د سیدوف په وینا تېره شپه په یوه بیان کې ویلي چې د ازبکستان ولسمشر تل د ازبکستان او افغانستان پر ښو او وروڼو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان باید یوازې پرېښودل نه شي. ازبکستان لېواله دی چې له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو کې خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړي، په ځانګړې توګه په اقتصادي او کرنیزو برخو کې د پروژو د تطبیق په برخه کې.

هغه وويل، هېواد يې غواړي د سمنټو فابريکې، د ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو څخه د ٢٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد په پروژه کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ ته په اشارې سره وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټيم د يادې شوې پروژې د تخنيکي کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد حسن اخند ویلي، دواړه هېوادونه مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکات لري.

هغه زیاته کړه، که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو ازبکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او له افغانستان سره یې خپل کار پیل کړ،  تل یې له موږ سره مرسته کړې، چې موږ یې منندوی یو .

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي