۰

د طالبانو ادعا: داعش او اداري فساد مو له منځه یووړ

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۰
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې ادعا وکړه چې دغې ډلې په افغانستان کې داعش او اداري فساد له منځه وړی دی.
د طالبانو ادعا: داعش او اداري فساد مو له منځه یووړ
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې ادعا وکړه چې دغې ډلې په افغانستان کې داعش او اداري فساد له منځه وړی دی.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن چهارشنبه (د حوت ۲۳) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سیدوف له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان او ازبکستان په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او مذهبي برخو کې دوستانه او وروڼه اړیکې لري او هیله لرو دا اړیکې به نورې هم پراخې شي.

حنفي په دې غونډه کې همداراز وویل، د داعش فتنې، چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده وه، له منځه تللې، د نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر ته راټیټ شوی دی.

طالبانو ویلي چې اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو په ځانګړې توګه ازبکستان سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.

حنفي زیاته کړه چې موږ د ترانزیتي پروژو په ځانګړي ډول د کاسا یو زره، ټاپي او د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې د پلي کولو لپاره کار کوو چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي