د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان سرمنشي یمنګلي تسماجیبتوف وویل چې دغه تړون له افغانستان سره د تاجکستان پوله پیاوړې کوي.
تسماجیبتوف د کب په ۲۲ مه نېټه د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلان مسوده د دغه تړون د دایمي شورا له خوا تصویب شوې او غړو هېوادونو ته یې وړاندې کړې ده.
د هغه په وينا، د ډله ييزو امنيتي تړونونو د سازمان له خوا د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټينګښت لپاره جدي هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، د تاجکستان او قرغزستان سیاسي اراده چې له افغانستان څخه تر ټولو زیات تروریستي ګواښونه متوجه دي، د دغه پلان د عملي کېدو لپاره مهم دي.
په همدې حال کې روسیه او تاجکستان له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښمن دي.
جمهورخبري آژانس