د امریکا د زلزلې مرکز خبر ورکړی چې د افغانستان په شمال ختیځ تخار کې د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزله شوې ده.
دغه مرکز د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه زلزله تېره شپه د غبرګولي په ٢٣مه، په ٧:٥٤ دقيقو د تخار د فرخار ولسوالۍ سوېل ختيځ ته په ٤٤ کيلومترۍ کې شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دا زلزله د ۱۳۰ کیلومترو په ژوروالي کې شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
خبرگزاری جمهور