۰

ډبلیو ایف پي په افغانستان کې تر ټولو زیات وږي ښځې او ماشومان دي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۷
د خوړو د نړیوال سازمان ویاند فیلیپ کرافټ وايي، په افغانستان کې تر ټولو زیات وږي کسان ښځې او ماشومان دي.
ډبلیو ایف پي په افغانستان کې تر ټولو زیات وږي ښځې او ماشومان دي
د خوړو د نړیوال سازمان ویاند فیلیپ کرافټ وايي، په افغانستان کې تر ټولو زیات وږي کسان ښځې او ماشومان دي.

ښاغلي کرافټ د چهارشنبې په ورځ د ترکیې له اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې ۱۵،۸ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

هغه زیاته کړه، چې له دې ډلې ۳،۵ میلیونه یې د خوراکي توکو له بېړنۍ خوندیتوب سره مخ دي.

دی وايي، تېر کال په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون ميندوارې او شيدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ وې.

د خوړو د نړيوال سازمان وياند وايي، تېر کال په هېواد کې څه باندې دوه ميليونه نجونې او هلکان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي له حاد او متوسط ​​خوارځواکۍ سره مخ وو.

نوموړي  زیاته کړه: "حاد خوارځواکي یو له بدو شیانو څخه دی چې له بده مرغه ماشومان په منظم ډول وژني."

نوموړي په دې خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ښځې د عاید د ترلاسه کولو له فرصته بې برخې شوې دي.

د خوړو د نړيوال سازمان وياند وويل: "دلته زياتره ميندې له دوکاندارانو او خپلوانو څخه د خوراکي توکو او پيسو په اخيستلو تکيه کوي. هغوی د ځان او خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره ډېر کم فرصتونه لري."

هغه وویل، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه ښځې او ماشومان د بودیجې د نشتوالي له امله له مرستو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي