د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پر ضد ۱۰ پوځي عملیات کړي او په دغو عملیاتو کې ۳۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغې جبهې تېره شپه د حوت په ۲۶ مه نېټه د یوې خبرتیا په خپرولو سره د دغو عملیاتو قضیه په هر صورت بیا خپره کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د جمعې په ورځ د حوت له ۱۸مې د چهارشنبې تر ورځې پورې د کابل، تخار او پروان ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
د خبر په اساس په دغو عملیاتو کې د مقاومت د جبهې عسکرو ته کوم زیان ندی اوښتی.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په وروستیو اونیو کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
تر دې مخکې یوناما د امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي وو چې د طالبانو ضد ځواکونو ډیری ادعاوې په ټولنیزو شبکو کې افواهات دي او حقیقت نه لري.
جمهورخبري آژانس