د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د طالبانو د فشار له امله په رسمي توګه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.
د سویډن کمیټې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې دغې کمیټې د جمعې په ورځ د کب له ۲۵ نیټې څخه په رسمي توګه په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودرول.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د خوندیتوب په موخه کړې ده.
د راپور له مخې، طالبانو غوښتل چې د دغې کمېټې کار له ډېرې مودې راهیسې پای ته ورسوي او اوس دا اداره نه پوهېږي چې د کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره به څنګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي منشي اندریس سټیفنسن وویل: "موږ نشو کولی خپل کارمندان په خطر کې واچوو."
د هغه په وينا، له داسې فعاليت سره کار کول، چې جواز نه لري ډېر خطرونه رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه، په ستاکهولم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې تر اوسه د سویډن کمیټې په څو ځایونو کې په ځانګړې سیمه ییزه او سیمه ییزه مرسته خپلو کارونو ته دوام ورکړی، خو اوس د طالبانو له لوري قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له ۴۰ کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
دغې ادارې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څه باندې شپږ زره کارکوونکي درلودل.
جمهورخبري آژانس