په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په جلال اباد ښار کې يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کب په ٢٧مه، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې نیول شوی کس د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی.
د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته زیات شوی دی.
خبرگزاری جمهور