د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د هېواد یوه ملي سوداګر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت ۷ زره ټنه کچالو او پیاز لیلام کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت او له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه ۷ زره پیاز او کچالو د بازار له نرخ څخه په ټیټه بیه لیلام کړي دي.
د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل چې موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې نرخونه د اړوند کمیسیون له لارې تر کنټرول لاندې دي او د اسلامي امارت مسوولین په بازارونو کې له نرخونو خبر دي.
ټاکل شوې دغه ۷۰۰۰ ټنه پیاز او کچالو د اوو ورځو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې پیاز باید په ۱۲۰ افغانۍ او کچالو په ۱۰۰ افغانۍ وپلورل شي.
جمهورخبري آژانس