۰

سنډې ګارډین: پاکستان او تاجیکستان استخبارات د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته راوتلي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
سنډې ګارډین هندي رسنۍ په یوه مقاله کې وايي، د دوشنبې او اسلام آباد استخباراتي ادارو په یوه ګډه طرحه کې د افغان طالبانو د مخالفینو ملاتړ لپاره مټې رابډوهلې او میدان ته راوتلې دي.
سنډې ګارډین: پاکستان او تاجیکستان استخبارات د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته راوتلي
سنډې ګارډین هندي رسنۍ په یوه مقاله کې وايي، د دوشنبې او اسلام آباد استخباراتي ادارو په یوه ګډه طرحه کې د افغان طالبانو د مخالفینو ملاتړ لپاره مټې رابډوهلې او میدان ته راوتلې دي.
 
سنډې ګارډین ( The Sunday Guardain) په هغه مقاله چې یکشنبې د کب ۲۷ مه یې خپره کړې ادعا کړې چې د تاجیکستان او پاکستان استخباراتي بنسټونو یو تړون لاسلیک کړی چې پر اساس یې په یوه ګډه طرحه د داعش خراسان (ISKP) او د افغانستان د ملي مقاومت جبهه چې دا مهال د افغان حکومت پر ضد جنګیږي، د نیابتي ځواکونو په ملاتړ او کارولو سره په یوه ګډ پلان کې هڅه کوي د کابل اوسنی حکومت له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي.
دا مقاله په اصل کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پخواني وياند احسان الله احسان ليکلې ده، هغه غورځنګ چې د پاکستان د حکومت پر ضد تر ټولو مهم غورځنګ دی، چې د دغه هېواد پر پوځ د ګڼو بریدونو مسوول دی.
 
لیکوال په دې باور دی چې افغان طالبانو یا د افغانستان اوسني حکومت وروسته له هغې چې له پاکستاني جنرالانو جلا لاره غوره کړه، پوځ د هغوی پر ضد نیابتي جګړه په اجنډا کې ځای پر ځای کړه او په حقیقت کې یې پیل کړه، خو لیکوال په دې باور دی چې د تېر په څېر پاکستان ډېر کم انتخابونه لري چې پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترې کار واخلي.
 
سنډي ګارډین د پخواني شوروي د پوځ له خوا د افغانستان د اشغال کلونو ته په کتو سره لیکلي دي، په هغو کلونو کې پاکستان د اسلام آباد تر ادارې لاندې ملېشه ډلې درلودې او موخه یې دا وه چې د سره پوځ له وتلو وروسته په افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته کړي او په کابل کې د یوه قوي حکومت د جوړولو مخه ونیسي او یا د پاکستان پلوي حکومت جوړکړي، خو دا مهال د دوی لاسونه تش دي او د پراکسي ډلو تشه ډکه شوې نه ده، نو دوی د داعش خراسان (ISKP) له کارولو پرته بله چاره نه لري.
 
داعش خراسان ولې د استخباراتي سازمانونو لوبې ته داخل شو؟
 
د مقالې لیکوال د دې په اړه لیکلي چې داعش څنګه د پاکستان د استخباراتي ادارو په لوبه کې داخل شو: «دا کار ځکه کېږي چې د افغانستان د اسلامي امارت له فتحې وروسته نورې ټولې وسله والې ډلې له افغانستانه وشړل شوې، نو له یوې آرامۍ وروسته د پاکستاني جنرالانو په ګدۍ کېناستل. په افغانستان کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د رامنځته کولو په موخه یې په حقیقت کې په افغانستان کې د داعش خراسان د استازي په توګه کار پیل کړی دی.
 
ایا د داعش د کارولو پروژه بریالۍ شوه؟
 
د مقالې د لیکوال په باور، د کابل حکومت سره د مقابلې لپاره له داعش څخه د غوره کار اخیستو له هڅو سره سره، دا طالبان دي چې داسې کړنې یې ترسره کړې چې د پاکستان د پوځ اهداف نه دي ترلاسه شوي او پاکستاني جنرالان د اسلامي امارت په مقابل کې مغشوش دي! له همدې امله، دوی د بیا ژوندي کولو لپاره نورې لارې په پام کې نیسي.
 
له تاجکستان سره د دوستۍ ټينګول، چې د پاکستانيانو په وينا له دغه هېواده شړل شويو ډلو ته يې پناه ورکړې او په افغانستان کې له پرمختګونو وروسته يې خلکو د پناه غوښتنه کړې، دا به غوره انتخاب وي، چې په خراسان کې له داعش څخه په اغېزمنه توګه د دواړو پلازمينو (دوشنبي او اسلام اباد) په ګټه کار واخلي.
 
لیکوال بیا د دې ستراتېژۍ جزئیات بیان کړي او ادعا کوي: «د نیابتي ځواکونو د تنظیم او راټولولو لپاره په وروستیو ورځو کې د پاکستان او تاجکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ څو غونډې شوې دي. لومړۍ دوه غونډې د پاکستان په راولپنډۍ کې شوې وې او وروستۍ غونډه یې په تاجکستان کې شوې وه. کله چې د پاکستان د استخباراتي ادارو یو پلاوي تاجکستان ته سفر وکړ او دوه اړخیز تړون لاسلیک شو. په حیرانتیا سره په دې غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو شمېر مهمو غړو او په کونړ ولایت کې د داعش ډلې والي ایوب زرین هم ګډون کړی و.
 
د پاکستان او تاجکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ جزیات
 
لیکوال ادعا کوي چې د تاجکستان او پاکستان د استخباراتي ادارو تر منځ په غونډه کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د خپلو نیابتي ځواکونو، داعش خراسان او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې چې دا مهال د افغانستان پر ضد جنګېږي، خپل ملاتړ زیاتوي او په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتولو لپاره به له یو بل سره همکاري کوي.
 
د دې هوکړې له مخې به د کابل په ګډون په شمالي سیمو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه خپل هدفونه لټوي، په داسې حال کې چې د داعش خراسان ډله به د ناامنیو د هڅولو لپاره ځانمرګي بریدګر روزي. له دې هوکړې وروسته به پاکستان له داعش سره پوځي او مالي ملاتړ کوي او تاجکستان به د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ته هم ورته مرستې کوي.
 
د تړون یوه برخه داعش ته دا اجازه هم ورکوي چې په تاجکستان کې په ښکاره توګه نوي غړي استخدام کړي، ځکه چې دا ډله ځانمرګي بریدګر استخداموي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې کاروي.
 
لیکوال د خپلو ادعاوو په دې برخه کې د ایران په وروستیو بریدونو کې د تاجکستاني اتباعو لاس لرلو ته اشاره کوي او زیاتوي چې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې بریدونه د پاکستان او تاجکستان د ګډ پلان یوه برخه ده.
 
لیکوال د دې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکي چې په دې هوکړه لیک کې د افغانستان او طالبانو د امارت د بدنامولو لپاره په مجازي او ټولنیزو رسنیو کې د اغیزمن کمپاین د پیلولو غوښتنه هم شوې ده.
 
د مقالې لیکونکي پایله دا ده چې دا هڅې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره دي او همدا لامل دی چې اسلام آباد او دوشنبی نه غواړي چې پر دوی تکیه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي