له افغانستان نه وتلو یو شمېر خبریالانو ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د طالبانو استخبارات د هېواد د ازادو رسنیو تر ټولو ستر دښمن بللی دی.
دغو خبريالانو د روانې کب مياشتې په ٢٧مه نېټه په افغانستان کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ته يو پرانيستى ليک استولى دى.
په دغه لیک کې دوی ویلي چې "طالبانو د بیان او رسنیو د ازادۍ ریښې وچې کړې دي" او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بیان ازادۍ د سرغړونې په خاطر په دې ډلې پورې اړوند ټول طالب چارواکي او بنسټونه بند کړي.
دغو خبریالانو د افغانستان لپاره د بشري حقونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ څخه هم وغوښتل چې په هېواد کې دننه د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د رسنیو خپرونه او د خبریالانو فعالیتونه سخت محدود کړي دي.
دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه خبریالان ګواښلي، نیولي او زنداني کړي دي.
خبرگزاری جمهور