۰
د پاکستان د هوايي بریدونو ته د طالبانو غبرګون:

د دې بریدونو پایلې به د پاکستان له کنټرول څخه بهر وي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه به داسې پایلې ولري، چې کنټرول به یې د پاکستان لپاره ناشونی وي او بهر وي.
د دې بریدونو پایلې به د پاکستان له کنټرول څخه بهر وي
د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه به داسې پایلې ولري، چې کنټرول به یې د پاکستان لپاره ناشونی وي او بهر وي.

 مجاهد نن دوشنبې د کب ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو په بمبار کې ۶ تنه وژل شوي، ۳ ښځې او ۳ ماشومان دي. د خوست ولایت په سپرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې کور ویجاړ او دوه ښځې شهیدانې شوې.

پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو د عبدالله شاه په نوم یو کس په نښه کړی دی.

طالبانو د دغو څرګندونو په ردولو سره ویلي، چې دغه کس د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته په افغانستان کې ژوند کوي.

مجاهد دغه بریدونه یرغل بللی او غندلی یې دی.

مجاهد لیکلي چې د طالبانو امارت چې د خپلواکۍ او د زبرځواکونو پر وړاندې د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپله خاوره یې تجاوز وکړي، د پاکستان ولس او نوی ملکي حکومت باید څو جنرالانو ته د دا ډول ډارونکو کړنو اجازه ورنه کړي. لکه په تېرو شلو کلونو کې يې د نورو د ګټو لپاره خپلو غلطو سياستونو ته دوام ورکړ او د دوو ګاونډيو مسلمانو هېوادونو اړيکې يې خرابې کړې.

طالبانو ویلي، چې پاکستان دې د پېښو د نه کنټرولولو، د خپلې بې کفایتۍ او ستونزو پړه پر افغانستان ونه اچوي، ځکه دا ډول پېښې به ډېرې بدې پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله بهر وي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي