د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د تیري په ځواب کښې د دغې ډلې سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
د طالبانو د ډلې ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه کې د ملا یعقوب په پوځي یونیفورم کې د فعالیت کولو عکس خپور کړی او لیکلي یې دي: د نن سهار په شاوخوا کې د پاکستان جنګي او جاسوسي الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته داخلې شوې. د پکتيکا په سپېرې، خوست او برمل ولسواليو کې يې د ملکي خلکو کورونه بمبار کړل.
طالبانو ویلي، چې د دې ډلې سرحدي ځواکونو د دغه یرغل په ځواب کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
خوارزمي لیکلي، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
خبرگزاری جمهور