۰

ننګرهار کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۷:۵۹
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې یو تښتول شوی ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
ننګرهار کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې یو تښتول شوی ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه شنبه (د حوت ۲۹) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر د تلاشۍ په عملیاتو کې د دغه ډلې د… د مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یو ماشوم چې شپږ ورځې وړاندې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، د هغه د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د زیاتو پیسو غوښتنه وکړه، چې د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د ډلې ویاند د کورنیو چارو وزارت ته لیکلي چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي او د پولیسو له خوا د نیولو په لټه کې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي