۰

پاکستان: موږ په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر ډله په نښه کړې

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د دغه هېواد د پوځ له هوايي برید وروسته وايي چې په دغه برید کې د تحریک طالبان پاکستان د یوې څانګې حافظ ګل بهادر کسان اصلي هدف و.
پاکستان: موږ په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر ډله په نښه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د دغه هېواد د پوځ له هوايي برید وروسته وايي چې په دغه برید کې د تحریک طالبان پاکستان د یوې څانګې حافظ ګل بهادر کسان اصلي هدف و.

دغه وزارت تېره شپه د حوت په ۲۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د حافظ ګل بهادر ډله له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای په پاکستان کې د ګڼو ترهګریزو بریدونو او د سلګونو ملکي وګړو او سرتېرو د مرګ ژوبلې مسووله ده.

د اعلامیې پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې پاکستان څو ځلې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپلې جدي اندېښنې مطرح کړې دي.

اعلامیه زیاتوي: "دا ترهګر د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ دی او په پرله پسې توګه د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په خاوره کې دننه ترهګریز بریدونه ترسره کوي."

وزارت وویل: "په هرصورت، په افغانستان کې د قدرت لرونکو کسانو په منځ کې ځینې عناصر (طالبان) په فعاله توګه د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او د پاکستان په وړاندې د پراکسي [ځواک] په توګه کاروي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د یوه ورور هېواد په وړاندې دا ډول چلند چې په هر ډول حالاتو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی، لنډ نظر دی.

اعلامیه کې راغلي چې "موږ له دغو عناصرو څخه غواړو چې د ترهګرو سره د مرستې کولو په پالیسۍ باندې له سره غور وکړي او د پاکستان د خلکو تر څنګ ودریږي."

پاکستان وايي، د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره ګډ ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سهار وختي پاکستاني پوځیانو د افغانستان په خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې په څو مواردو کې بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې یو په خوست کې هم څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په نورو پېښو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی خپور شوی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي