۰

د طالبانو د استخباراتو مشر په تخار کې یو ځايي سوداګر وواژه

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
په تخار ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مسوول کسانو د سرو زرو یو سوداګر د پیسو د نه ورکولو له امله په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د استخباراتو مشر په تخار کې یو ځايي سوداګر وواژه
تخار کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مسوول کسانو د سرو زرو یو سوداګر د پیسو د نه ورکولو له امله په ډزو وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سوداګر شاولي نومېده او د طالبانو د استخباراتو مشر قاري محمد نبي عابد ته د سرو زرو د پېر او پلور د پيسو د نه ورکړې له امله په ډزو وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سيمه ييز سوداګر شاوخوا شل ورځې وړاندې په تالقانو ښار کې د طالبانو د استخباراتو د مشر کسانو په مرمۍ وواژه.

ویل شوي، چې د طالبانو د استخباراتو مشر له دغې سیمه ییزې شبکې ۳ میلیونه افغانۍ غوښتې وې.

په ورته وخت کې، طالبان د درنو مالیاتو سربیره، په انفرادي ډول د کان کیندونکو څخه درنې پیسې هم راټولوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي