د امریکا د زلزلې مرکز د پاکستان له بلوچستان ایالت سره د کندهار ولایت په سرحدي سیمو کې د ریښتر په مقیاس د ۵،۵ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د اګست په ۲۹مه د سه شنبې په ورځ سهار ۵ بجې او ۱۹ دقیقې د ځمکې په لس کیلومترۍ کې ژوره شوې ده.
د اعلامیې له مخې، د دغې زلزلې مرکز د پاکستان د بلوچستان ایالت نوشکي سیمه وه او د کندهار ځینې سیمې یې هم ولړزولې.
تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خبرگزاری جمهور