۰

کندهار: د دوسله والو طالبانو په منځ کې چاودنه وشوه

پنجشنبه ۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
سمه ییزه سرچینې وايي، د کندهار ولایت ښار کې د کابل بانک د نمایندګۍ د دفتر مخې ته د وسله والو طالبانو په منځ کې چاودنه شوې ده.
کندهار: د دوسله والو طالبانو په منځ کې چاودنه وشوه
سمه ییزه سرچینې وايي، د کندهار ولایت ښار کې د کابل بانک د نمایندګۍ د دفتر مخې ته د وسله والو طالبانو په منځ کې چاودنه شوې ده.

د دوی په خبره، چاودنه نن (د وري ۲ مه) سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د شهیدانو څلورلارې ته څېرمه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې چاودنه د وسله والو طالبانو د يوې غونډې په منځ کې شوې، چې د معاشونو د اخيستلو لپاره راټول شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که څه هم په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې. خو غالباً په دې چاودنه کې لسګونه طالب جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې طالبان له تېرو شلو کلونو راهیسې له همدې جنګي تاکتیک څخه په استفادې د پخواني حکومت ځواکونه په نښه کول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي