د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کندهار ولایت کې چاودنه داعش ډلې کړې ده.
دغه وزارت چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دی د پنشنبې د وري ۲ مه اعلان وکړ چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دغه جنایت د خوارج کسانو له خوا شوی دی.
د طالبانو ډلې ته د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې عاملین به یې په هر ځای کې وي، وپیژندل شي، ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت په دې پیښه کې د وژل شویو او ټپیانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي، یوازې یو شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
باخبره سرچينې وايي، چې د کندهار ميرويس روغتون ته ٢٠ مړي او ٣٠ ټپيان، چې ډېرى يې وسله وال طالبان دي، لېږدول شوي دي.
خبرگزاری جمهور