د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه سړي د خپلې مېرمنې، زوی او لور په ګډون د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د جلال اباد ښار ځايي اوسېدونکي وايي، دغه پېښه تېر مازديګر د وري په درېيمه د جلال اباد ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د افطار پر مهال رامنځته شوې ده.
د دوی په خبره، په دې پېښه کې دغه کس د خپلې کورنۍ پر غړو د کلاشینکوف ډزې کړې، چې له امله یې مېرمن، زوی او لور وژل شوي دي.
د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی.
جمهورخبري آژانس