د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو د کابل په ۱۱مه حوزه کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید په ترڅ کې د دغې ډلې ۳ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
خبرځاى زياته کړه دغه بريد تېره شپه شاوخوا ٧ بجې د کابل ښار د ١١مې ناحيې اړوند د نوي پروژي په سيمه کې د طالبانو د دويم بازار په امنيتي پوسته ترسره شو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
په همدې حال کې د مقاومت جبهې په دې وروستیو کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.
جمهورخبري آژانس