په تخار کې عامه سرچینې وايي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د تخار ولایت په دشت قلعه او درګام ولسوالیو کې د ځنګلونو ځینې برخې سوځولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ (د وري ٤مه) دغه عمليات تر سره کړل، څو له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او وسله والو ډلو د ننوتو مخه ونيول شي.
سرچينې زياته کړې، چې قاچاق وړونکي له دې لارې د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ د بوستان له کليو او د دشت قلعه ولسوالۍ له ځينو برخو تاجکستان ته نشه يي توکي لېږدوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې لاره کله نا کله د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او قاچاق وړونکو ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي.
جمهورخبري آژانس