د تخار په مرکز تالقان ښار کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د نهرچمن سيمې پنځه اوسېدونکي له مقاومت سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د سرچینې په وينا، دغه کسان تېر ماښام د غبرګولي په پنځمه د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي او نامعلوم ځاى ته وړل شوي دي.
ويل کيږي چې دغه کسان له خپلو کورونو څخه نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د مقاومت جبهې ځواکونو په دې سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی و، چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې له دې پېښې وروسته طالبانو هڅه کړې چې په دې سيمه کې ټول کورونه نړولي.
خبرگزاری جمهور