۰

روسیه کې برید ته د افغان ښځینه فعالانو غبرګون؛ تاسو د طالبانو د ملاتړ قیمت ادا کړ

دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۰
یو شمېر افغان ښځینه فعالانې مسکو ته څېرمه د داعش د برید په غبرګون کې وايي چې روسیه له طالبانو سره د خپلو مرستو بیه پرې کوي.
روسیه کې برید ته د افغان ښځینه فعالانو غبرګون؛ تاسو د طالبانو د ملاتړ قیمت ادا کړ
یو شمېر افغان ښځینه فعالانې مسکو ته څېرمه د داعش د برید په غبرګون کې وايي چې روسیه له طالبانو سره د خپلو مرستو بیه پرې کوي.

دغو فعالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بنسټپالنې د لمنې په پراخېدو سره به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره په لوی سرخوږي بدل شي.

دوی زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې مو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې له دې ډلې سره اړیکي دروند قیمت لري، چې له بده مرغه جدي نه دي نیول شوي او اوس په بېلابېلو هېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د خونړیو ترهګریزو بریدونو شاهدان یو.

دغو فعالانو طالبان د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې یوازې ګډه مبارزه د سیمې په هېوادونو کې د سولې ضمانت کولای شي.

د دوی په وینا پر دیني او تفریحي ځایونو، د خرڅلاو پر مرکزونو، کنسرتونو، د ولسي خلکو پر غونډو بریدونه او د هغوی وژل بشري ضد او ترهګري ده.

دوی زیاته کړه، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د روژې په مبارکه میاشت کې هم د مسکو د «جمعې د ورځې» تروریستي برید په څېر د افغانانو قتل عام کړی دی.

دغو فعالانو خبرداری ورکړ، که د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه له طالبانو سره پر خپلو اړیکو له سره غور ونه کړي، دوی به د ورته ترهګریزو بریدونو شاهد وي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي