د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د روسیې حکومت له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
دغه سازمان نن سه شنبې د وري ۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته د مسکو له خوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.
د خوړو نړیوال سازمان د روسیې دغه مرسته ستایلې ده.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د روسیې له لوري په دې مرسته شوې مرسته به په افغانستان کې ۲۱ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
جمهورخبري آژانس