د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل او غور کې په دوو جلا جلا بریدونو کې اووه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغه جبهې تېره شپه د وري په ۷مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سه شنبې په سهار د دغه جبهې ځواکونو د شهرک ولسوالۍ اړوند د جوریا په کلي کې په موټرسایکل سپاره وسله والو طالبانو برید وکړ. د غور ولایت د برید په پایله کې "د ملا سرفراز په نوم یو تن وژل شوی دی."
خبرځاى زياته کړه چې له دغه طالب جنګيالي څخه دوه ميله وسلې او يو موټرسايکل د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د سرکوتل خیرخانې په سیمه کې چاڼیز عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپانه کې راغلي چې دغه عملیات د کمال روغتون ته څېرمه د طالبانو په پوسته شوي دي.
د مقاومت جبهې ټینګار وکړ چې په دغو دوو عملیاتو کښې د دغې جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس