۰

۷۷ ترکي شرکت د یتیم طاق سمنټو تړون ته لېواله دی

چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت د مشر په حواله اعلان وکړ چې د یتیم طاق سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیکولو ته لېواله دی.
۷۷ ترکي شرکت د یتیم طاق سمنټو تړون ته لېواله دی
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت د مشر په حواله اعلان وکړ چې د یتیم طاق سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیکولو ته لېواله دی.

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت نن چهارشنبې (۸حمل) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مشر سره کتلي دي.

د دغه شرکت مشر وويل: زموږ شرکت لېوالتيا لري چې د يتيم طاق سمنټو پروژې قرارداد لاسليک او کار يې پيل کړي.

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یتیم طاق سمنټو د تړون په لاسلیکولو کې د همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې له دغه شرکت څخه وغوښتل چې د غوره ټولنیزو او چاپیریالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ژمنو سره سم وړاندیز وړاندې کړي.

جمهور خبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي