تیم شیهي، چې د امریکا یو پخوانی تجربه کار دی او د امریکا سنا ته نوماند دی وايي، د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو کارول د نړۍ هېوادونو ته د دغه هېواد د کمزورتیا پیغام ورکوي.
شیهي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته تر ۷،۲ میلیارد ډالرو ډېرې امریکايي وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
هغه زیاته کړه، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې وښوده چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د ډېر کمزوري وتلو په اړه هېڅ ځواب نشته.
د هغه په وینا، لومړی د وتلو څرنګوالی او بیا د ولسي جرګې د استماعیه غونډې څرنګوالی نړۍ ته د امریکا د ناکامۍ پیغام واستاوه.
باید وویل شي، چې تېره اوونۍ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز مارک میلي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی مشر کینیت مکینزي احضار کړل.
دغو دوو متقاعدو امریکايي جنرالانو له افغانستانه وتل د بایډن د ادارې ستره تېروتنه وبلله، چې د دوی په وینا د امریکا امنیت به له خطر سره مخامخ کړي.
جمهورخبري آژانس