په جنیوا کې د افغانستان د دایمي ماموریت ډیپلوماته ثریا عزیزي وايي، طالبان په سیستماتیک ډول د هېواد له وګړو ځورول کېږي.
مېرمن عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په مرکزي دفتر کې په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د طالبانو له خوا د افغان وګړو د سیستماتیک سرغړونو او ځورونو په اړه باید یوه خپلواکه څېړنه وشي.
هغه زیاته کړه چې د پسرلي او نوي تعلیمي کال په را رسیدو سره افغان نجونې نه شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي.
عزيزي په ټينګار سره وويل: "موږ د يوه خپلواک تحقيقاتي ميکانيزم او د حساب ورکونې او سولې د تامين لپاره د يو ځای شوي اقدام ملاتړ کوو. راځئ چې په دې پسرلي کې د هر افغان وګړي لپاره د هيلو او کرامت په ټينګولو سره تاريخ جوړ کړو."
په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل سره سم طالبانو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځي ته ولاړې شي او زده کړې وکړي.
جمهورخبري آژانس