۰
امریکايي بنسټ:

روسیه او چین د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له لوټ څخه ګټه پورته کوي

پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د امریکا د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ ادعا کوي چې د ایران، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه او همدارنګه یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له لوټ څخه ګټه پورته کوي.
روسیه او چین د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له لوټ څخه ګټه پورته کوي
د امریکا د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ ادعا کوي چې د ایران، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه او همدارنګه یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له لوټ څخه ګټه پورته کوي.

دغه انسټیټیوټ تېره شپه د وري ۱۵ مه یو نوی راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې د طالبانو رژیم په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲،۲ میلیارده ډالره عواید راټول کړي دي.

راپور زیاتوي چې دا نه ده څرګنده چې طالبانو دغه پیسې چیرته او څنګه لګولي دي.

جیسکا لودویګ چې د راپور یوه لیکواله او د بوش په انسټیټیوټ کې د نړیوالې پالیسۍ مشره ده، وویل: "افغانستان شاوخوا یو ټریلیون ډالره طبیعي زیرمې لري چې اوس طالبان په واک کې دي، د طالبانو د مافیا د فساد مخه باید ونیول شي. دا چې دا وسله واله ډله هغه منابعو ته لاس رسی نه لري چې په واک کې د پاتې کیدو لپاره یې کاروي."

دغه انسټیټیوټ له امریکا او متحدینو یې غوښتي چې د طالبانو د پیسو د لېږد چینلونه کنټرول کړي او پر دغې ډلې د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.

همدارنګه د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي چې طالبانو له دوو چینايي کمپنیو سره چې له طالب چارواکو سره نږدې اړیکې لري، د تېلو تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو رژیم په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره له افراطی ایډیالوژۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

د دې انسټیټیوټ رییس او د دې راپور یوې بلې لیکوالې ناتالي ګونال پلاتس ویلي چې طالبان د خپل واکمنۍ د ټینګولو او په افغانستان کې د وېرې د رامنځته کولو لپاره د زندان او جنسي تیري په ګډون له هر ډول فزیکي سزا څخه کار اخلي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د اصلاحاتو لپاره د طالبانو انتظار بې ګټې دی او نړیواله ټولنه باید د دې ډلې د حساب ورکولو لپاره کار وکړي.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي