۰

طالبان: افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري

شنبی ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۸
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ترکیې د خیریه موسسو له مسوولینو او استازو سره وکتل او ویې ویل چې افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
طالبان: افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ترکیې د خیریه موسسو له مسوولینو او استازو سره وکتل او ویې ویل چې افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو شنبې د وري ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خیریه موسسو مسوولینو ته یې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي وو.

دوی وویل چې دوی د بیارغونې، یتیمانو سره د مرستې، خوراکي توکو ویش، روغتیا او نورو برخو کې اړمنو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او ډاډ یې ورکړ چې د غیر سیاسي موسسو په توګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د ترکيې د خيريه موسسو د مسوولينو په وينا، دوى اوس مهال د جوماتونو او ښوونځيو د بيارغاونې ترڅنګ د دولتي ادارو سره په همغږۍ بې کوره مېرمنو ته د کار زمينه برابرولو، د کوکنارو بديل کښت او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې پر پروژو کار کوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره د خیریه کارونو او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالکبير له افغانانو سره په ځينو برخو کې مرستو ته په اشارې سره وويل چې په تېرو څو لسيزو کې د ناخوالو له امله افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي