۰
د طالبانو د ډلې مشر:

اسلامي هېوادونه دې ژر تر ژره د اسرائیلو له ظلمونو لاس لنډ کړي

شنبی ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۴
اسلامي هېوادونه دې ژر تر ژره د اسرائیلو له ظلمونو لاس لنډ کړي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په پیغام کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې ژر تر ژره پر غزې د اسرائیلو له ظلمونو لاس لنډ کړي.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د حوت ۱۸مه) د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د اختر پیغام خپور کړ.

ملا هیبت الله په خپل پیغام کې ویلي، چې زموږ د جګړې موخه د اسلامي شریعت پلي کول وو، چې د ترلاسه کولو لپاره مو د عدالت، شرعي حدودو او شرعي مجازاتو د تامین لپاره بېلابېلې هڅې وکړې، د شریعت له اصولو سره سم محکمې جوړې کړو. په همدې توګه، د ظلم د مخنیوي لپاره، موږ یې اخلو او د مظلوم دفاع کوو.

د طالبانو د ډلې مشر وویل چې د دې ډلې امارت د خپل شرعي سیاست په چوکاټ کې له هر چا سره د متقابل احترام په اساس ښې اړیکې لري او غواړي چې په هیڅ صورت د طالبانو د امارت په نیک نیت شک ونه کړي. زموږ ژمنه او تعهد یوه ژمنه ده او له دوی څخه هیله کوو چې د افغانستان هویت، ګټو او عزت ته پام وکړي او له دوی څخه غواړو چې له موږ سره ښې اړیکې جوړې کړي.

ملاهبت الله زیاته کړه، موږ د سیمې له ټولو هېوادونو سره د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د متوازنې او اقتصادې تګلارې په چوکاټ کې پر مخ روان یو او له ټولو سره ښې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې غواړو. دوی باید د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ یو ښه فرصت وګڼي، له موږ سره د پخوا په پرتله ښې اړیکې پراخې کړي، له موږ سره د باور فضا رامنځته کړي او د همکارۍ پر روحیه ولاړه تګلاره غوره کړي.

د طالبانو د ډلې مشر د فلسطین د حالاتو په باره کښې وویل: د فلسطین مسئله د ټول اسلامی امت مسله ده، مونږ یو ځل بیا په غزې د اسرائیلو تیری او نیواک په کلکه غندو او له ټولو اسلامی هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې؛ حتی نړۍ هم د اسرائیلو د ظلمونو د ژر تر ژره د بندولو توان نه لري او نه شي کولای چې هلته د تیري مخه ونیسي، په ځانګړې توګه اسلامي امت دنده لري چې د فلسطین د مظلومو خلکو په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او د خپل توان په حدودو کې په یوه غږ ودریږي.

د طالبانو مشر وویل، د افسوس ځای دی چې په نړۍ کې د بشري حقونو دعوې کوونکي د فلسطین ظلمونه ویني او تر اوسه کومې نړیوالې ډلې د دې ظلمونو د مخنیوي لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی او د دغه ستر غم په اړه یې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی. 

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي