۰
ملګري ملتونه:

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده

شنبی ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمېشنرۍ وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ساتنې او ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده
په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمېشنرۍ وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ساتنې او ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دغه سازمان د وري ۱۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې پیسو سره به د ۲۰۲۴ کال لپاره په کوربه هېواد کې له ۴،۸ میلیونه کډوالو او ۲.۵ میلیونو اړمنو کسانو سره مرسته وشي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو وضعیت له ننګونو ډک وي.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په برخه کې لا هم کړکېچن دی.

د اعلامیې پر بنسټ، شاوخوا 23.7 میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کیدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په بیان کې ویل شوي، ویجاړونکي طبیعي افتونه، د اقلیم د بدلون بحران او په افغانستان کې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې مرګونې زلزلې او په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان او ایران کې سیلابونه او زلزلې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ایران او پاکستان شاوخوا ۷،۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي