په دايکنډي کې د نسيم راډيو مسوول سلطان علي جوادي د طالبانو له بنده خوشې شوى دى.
ښاغلی سلطاني د وري په ۱۸مه د شنبې په ماښام د دايکنډي په نيلي ښار کې د طالبانو له زندانه خوشې او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.
سلطاني ۱۳۴ ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا د نسیم رادیو له خوا د طالبانو د خوښې خلاف د خپرونو له امله ونیول شو او زنداني شو.
ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو د مشر د اختر په بخښنه کې شامل و.
جمهورخبري آژانس